Asset 1SWN

د حماس ډلې د مشر ترور ته غبرګونونه

haniyeh

د ایران په پلازمېنه تهران کې د فلسطین د حماس اسلامي غورځنګ سیاسي مشر اسماعیل هنیه له ترور وروسته، د افغانستان اسلامي امارت په ګډون ګڼو هېوادونو او مشرانو د نوموړي وژنې ته غبرګونونه ښودلې دي.

د اسماعیل هنیه وژنې ته یو‌شمېر غبرګونونه لاندې لوستلی شئ!

اسلامي امارت:

د افغانستان سرپرست حکومت په تهران کې د حماس ډلې سیاسي مشر اسماعیل هنیه وژنه د اسلامي امت لپاره ستره ضایعه بللې ده.

سرپرست حکومت په یوې خبرپاڼه کې ویلي: «په داسې حال کې چې اسلامي امارت د فلسطین له سپېڅلې خاورې، د حماس اسلامي غورځنګ د دفاع اسلامي او انساني وجیبه ګڼي او د یرغلګرو صهیونیستي رژیم وحشتونه، بمبارونه او د فلسطیني مسلمانانو وژنه په کلکو ټکو غندي او بشري جنایت یې بولي. د دغه ستر مجاهد شهادت د اسلامي امت او جهادي کاروان لپاره لویه ضایعه بولي.»

په خبرپاڼه کې د اسلامي او عربي نړۍ اغېزمنو هېوادونو څخه غوښتنه شوې چې سیمه کې د اسراییلو د کړنو مخنیوي برخه کې خپلې هڅې وکړي.

په خپره شوې خبرپاڼه کې ټينګار شوی چې د اسراییلو د وحشتونو دوام به سیمه لاناامنه کړي او پړه به یې، د دوی پر غاړه وي.

د حماس ډلې سیاسي مشر نن چهارشنبه، جولای ۳۱مه د ایران پلازمېنې تهران کې وژل شوی دی. د نوموړي د وژنې څرنګوالي په اړه لا تراوسه بشپړ معلومات نه‌دي خپاره شوي.

د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان:

د ایران نوی ولسمشر مسعود پزشکیان د اسماعیل هنیه ترور ته په غبرګون کې ویلي چې اشغالګر به د خپل دې «بزدلانه» عمل څخه پښېمانه کړي.

نوموړي پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي: «د ایران اسلامي جمهوري د خپلې ځمکنۍ بشپړتیا، عزت، ناموس څخه به دفاع کوي او یرغلګر ترهګرو به له خپل دې عمل پښیمانه کړو.»

نوموړي همداراز لیکلي چې د ایران او فلسطین اړیکې له دې هم پیاوړې او ژورې شي او په وینا یې، له مظلوم دفاع به تل دوام ولري.

د فلسطین ولسمشر محمود عباس:

د فلسطین ولسمشر محمود عباس د اسماعیل هنیه وژنه په کلکو ټکو غندلې او هغه یې، یو «بزدلانه» عمل بللی دی.

د وفا خبري اژانس د نوموړي له قوله ویلي چې عباس پر فلسطینیانو غږ کړی چې د اسراییلو پر وړاندې متحد شي او صبر او یووالي ته یې، رابللي دي.

د فلسطین اسلامي جهاد ډلې مرستیال محمدالهندي:

د حماس ډلې د مشر ترور ته د غبرګونونو په لړ کې د فلسطین اسلامي جهاد ډلې مرستیال محمدالهندي وايي چې اسراییل د پاشل‌‌کېدو په درشل کې دی.

الهندي زیاته کړې چې دغه ترور نه‌یوازې د فلسطین مقاومت په ځانګړې توګه د حماس پر وړاندې شوی، بلکې ایران ته هم متوجه دی.

نوموړي ویلي چې د اسراییلو دا کړنې ښيي چې دوی خپلو موخو ته د رسېدو لپاره سرګردانه، بې‌وسۍ او ناتوانه دي.

د هغه په وینا، اسراییل په خپل تاریخ کې د لومړي لپاره له داسې مقاومت سره مخامخ کېږي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام