Asset 1SWN

افغانستان ۲۵ ټُنه حیواني خواړه تاجکستان ته صادر کړي

۱۲۱

بلخ کې چارواکي وايي چې له دغه ولایت څخه ۲۵ ټُنه حیواني خواړه چې د یاد ولایت په یوه خصوصي شرکت کې تولید شوي، تاجکستان ته لېږدول شوې دي.

د یاد شرکت مسوول محمدافضل افضلي وايي، د حیواني خوړو لومړی جوپه چې ۲۵ ټُنه کېږي، تاجکستان ته صادر شوي دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د دغه خصوصي شرکت د مسوول په وینا، ټاکل شوې چې د روان کال پرمهال ۱۰۰۰ ټُنه حیواني خوراک له افغانستان څخه تاجکستان ته ولېږدول شي.

د یاد شرکت د مسوولانو د معلوماتو له مخې، افغانستان دا مهال د حیواني خوړو له اړخه ځان‌بسیاینې ته رسېدلی او کولای شي چې نورو هېوادونو ته حیواني خواړ صادر کړي.

د بلخ د صنعت او سوداګرۍ ریاست مسوولان ټينګار کوي چې له خصوصي سکټوره به ملاتړ کوي او د توکو صادراتو او تولید برخه کې به ورته اسانتیاوې برابروي.

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

له دې وړاندې هم له هېواده، د نړۍ نورو هېوادونو ته د افغانستان تولید شوي توکي صادر شوي دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام