د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي اصف خان دُراني سهشنبه اسلاماباد کې یوې غونډې ته ویلي، له افغانستانه د ترهګرۍ ګواښ پنځه ګاونډي هېوادونه چې پاکستان، چین، ایران، تاجکستان او اوزبکستان پهکې شاملیږي، اندېښمن کړي دي.
هغه زیاته کړې چې تحریک طالبان پاکستان یا «ټيټيپي» د دغه هېواد لپاره سره کرښه ده. خو سرپرست حکومت د دغو څرګندونو په غبرګون کې وايي، له افغان خاورې به هېڅ کله هم د سیمې او نړۍ هېوادونو ته کوم ګواښ پېښ نهشي.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د سرپرست حکومت د ویاند مرستیال حمدالله فطرت په دې اړه سلام وطندار ته وویل: «له افغانستان د سیمې او نړۍ هېوادونو هېڅ ګواښ نشته. افغانستان هېڅ نظامي ډلې ته په کور دننه د فعالیت اجازه نهورکوي. د افغانستان امنیتي او دفاعي ځواکونه پر ټوله اراضي ولکه لري او دې برخه کې اندېښنې بېځایه ډي.»
د کورنیو چارو وزارت سرپرست سراج الدین حقاني کابل کې د «کار ملي کنفرانس» غونډه کې، د افغانستان د امنیت په اړه د ځینو هېوادونو اندېښنې اوازې بللې او ټینګار یې کړی چې افغانستان کې هیڅډول امنیتي ننګونه نشته.
نوموړي ویلي: «تاسو ته ډاډ درکوم، هغه امنیت چې افغانستان کې دی، د نړۍ په ډېرو برخو کې نشته. موږ د امکاناتو له اړخه کمزوري یوو، خو امنیت لرو چې ډېرو هېوادونو کې نشته.»
له دې سره د چارو یوشمېر کارپوهان وایي، پاکستان هڅه کوي له ترهګرۍ او امنیتي مسایلو د افغانستان پر ضد ګټه پورته کړي. د دوی په وینا، پاکستان غواړي نړیوالې ټولنې ته د افغانستان ناسم تصویر وړاندې کړي او په دې توګه خپلې ګټې خوندي وساتي.
د سیاسي چارو کارپوه اکبر سیال وویل: «پاکستان غواړي په نړیواله کچه افغانستان بېباوره کړي. بله موضوع دا ده، پاکستان چې د کومو هېوادونو نومونه اخیستي، هغه هېوادونه افغانستان سره ښې اړیکې لري، که شکایت لري، د پاکستان له لارې یې نهوايي، بلکې د سفارتخونو او بهرنیو چارو وزارت له لوري افغانستان سره شریکېږي.»
پاکستان له تېرو درېيو کلونو راهيسې د افغانستان په اړه داسې څرګندونې مطرح کړي چې وخت نا وخته د دواړو هېوادونو د چارواکو ترمنځ د لفظي شخړو لامل شوې دي.