Asset 1SWN

عبدالباقي حقاني: تېرو حکومتونو زده‌‌کوونکو ته غیراسلامي نظریې ورکړې

GTPHcGFWYAAZ481

د ازموینو ملي ادارې سرپرست عبدالباقي حقاني وايي چې تېرو حکومتونو زده‌کوونکي او زده‌کړیالان له دیني زده‌کړو لرې وساتل او په وینا یې، غیراسلامي نظریې یې ورکړې.

نوموړي دغه څرګندونې نن چهارشنبه، زمري درېیمه کابل کې د کانکور مخکښو بریالیو زده‌کوونکو په ستاین‌غونډه کې کړې دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

نوموړي وویل: « تېرو حکومتونو په ښوونځیو او پوهنتونونو کې زمونږ زده‌کوونکي او محصلین له دیني زده‌کړو لرې وساتل، هغوی ته یې غیراسلامي او افغاني نظریې ورکړې چې په حقیقت کې همدا غیراسلامي او غیرافغاني نظریې، د دې لامل شوې چې د دې خاورې بچیان، د خپل ولس او هېواد پر خلاف د اشغالګرو ترڅنګ ودرېږي.»

هغه تینګار وکړ چې اوس په ښوونځیو او پوهنتونونو کې غیراسلامي او غیرافغاني نظریې له‌منځه تللي او په وینا یې، د ښوونځي او مدرسې ترمنځ واټن ختم شوی دی.

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

د ازموینو ملي ادارې سرپرست همداراز کانکور ازموینه کې له ټولو بریالیو زده‌کوونکو غوښتنه کړې چې خپل مسوولیتونو ته پام وکړي او راتلونکې کې ځان هېواد ته د خدمت کولو جوګه کړي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام