Asset 1SWN

سلام وطندار

پېرو کې ۸۰۰کاله پخوا د ۱۱ شتمنو کسانو پاتې شوني او سره زر موندل شوي

جسد++۸۰۰+ساله

په پیرو کې لرغون‌پوهانو د هغو کسانو پاتې شوني موندلي چې ګومان کېږي، د «چیمو قبیلې» شتمن غړي دي.

چیمو تمدن له اینکا امپراطورۍ پیړۍ دمخه، د ارام سمندر او انډیز غرونو ترمنځ په وچو کې ژوند کاوه.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

لرغون‌پوه سینتیا کووا وايي، د ۱۱ کسانو پاتې شوني چې اټکل کېږي، شاوخوا ۸۰۰ کاله پخوا یې ژوند کاوه، په قبرونو کې ورسره غاړکۍ، غوږوالۍ او دست‌بند موندل شوی دی.

هغه له جسدونو سره د یادو موندل شویو سرو زرو ته په اشارې سره وویل: «دا کسان ښايي د چیمو د واکمنې غړي وي.» د موندل شویو سرو زرو ډول نه‌‌دی په ډاګه شوی، خو له دې وړاندې د یادې دورې اړوند موندل شوي زر، برونز او یا هم سره زر دي.

دغه جسدونه او ورسره، سره زر د پېرو پرمختللي ښار تروخیو ته نږدې په «چان چان» ښار کې چې یو مهل د چیمو لرغونې پلازمېنه وه، موندل شوي دي.

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

د چیمو پلازمېنه یو وخت له خښتو جوړ، د نړۍ له لویو ښارونو شمېرل کېده چې له خښتو او خټو جوړو ودانیو او معیارۍ یې، خورا شهرت درلود.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام