Asset 1SWN

سلام وطندار

د لوړو زده‌کړو وزارت او ملي پراختیا شرکت ترمنځ د همکارۍ هوکړه‌لیک لاسلیک شو

792c8da2-91c7-4a1b-8f79-5aa3463de001

د لوړو زده‌کړو وزارت او د ملي پراختیا شرکت ترمنځ نن یکشنبه، چنګاښ ۲۴مه کابل کې د همکارۍ هوکړه‌لیک لاسلیک کړ.

د لوړو زده‌کړو وزارت سرپرست ندامحمد ندیم د دې هوکړه‌لیک د لاسلیک اړوند مراسمو ته وویل چې دغه هوکړه‌لیک د ملي پرمختیا شرکت سره د پراختیايي پروژو د پلي‌کولو، بېلابېلو برخو کې د همکاریو پیاوړتیا او د دغه بنسټ او د هېواد د پوهنتونونو استادانو او محصلینو لپاره د عملي کار د زمینې برابرولو په موخه لاسلیک شوی دی.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د لوړو زده کړو وزارت سرپرست ندامحمد ندیم وویل: «د ملي پراختیا شرکت چې د عملي کار برخه کې کوم امکانات لري، موږ ترې ډېره استفاده کولی شو او د دې هوکړه‌لیک اهمیت هم زده‌کړیالانو او د پوهنتون استادانو ته ډېر دی.»

د ملي پراختیا شرکت رییس عبدالرحمن عطاش وايي چې د دغه هوکړه‌لیک په پلي‌کېدو سره به دې شرکت کې د هېواد د پوهنتونونو استادانو او محصلینو لپاره د صنعت، کانونو او کرنې په برخو کې د عملي کار زمینه برابره شي.

هغه وویل: «پر دې هوکړه شوې چې د ملي پراختیا شرکت او لوړو زده‌کړو وزارت هوکړه داسې رامنځته شي چې موږ وکولای شو د لوړو زده‌کړو وزارت چې تیوري برخه لري او د ملي پراختیا شرکت چې تطبیقي برخه لري، یک ډول همغږي رامنځته شي.»

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

د ملي پراختیا شرکت مسوولين وايي، اوس هېواد کې ددغه شرکت له ۵۰۰ ډېرې پراختيايي پروژې د پلي کېدو په حال کې دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام