Asset 1SWN

د افغانستان بانک څه باندې ۸۸۹ میلیونه زړې افغانۍ وسوځولې

Afghani-1223

د افغانستان بانک مسوولان وايي چې په مرکزي زون کې یې څه باندې ۸۸۹ میلیونه زاړه افغاني بانک‌نوټونه سوځولې دي.

د افغانستان بانک پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي چې ۸۸۹میلیونه او ۹۲۰زره، زړې افغانۍ په مرکزي زون کې ټولې او سوځول شوې دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د افغانستان له‌خوا خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي: « د افغانستان بانک د قانون د ۳۹ او ۴۲ مادې پر بنسټ (۸۸۹،۹۲۰،۰۰۰) اته سوه او نهه اتیا میلیونه، نهه سوه او شل زره افغانیو په ارزښت مندرس بانکنوټونه چې د افغانۍ ټولې انواعیې په کې شاملې وې، د ټاکل شوي پلاوي په شتون کې تر کره شمېرنې وروسته و سوځول شول.»

په خبرپاڼه کې همداراز راغلي چې یادې زړې افغانۍ د عدلیې او مالیې وزارتونو د استازیو په شتون کې سوځول شوي.

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

د افغانستان بانک دغه زاړه افغاني بانک‌نوټونه داسې مهال سوځوي چې یو‌شمېر افغانان په دې وروستیو کې د سوداګریزو راکړې ورکړې پرمهال د زړو افغانیو ډېروالي له امله شکایت کوي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام