Asset 1SWN

د اروپا ملتونو فوټبال جام لومړۍ نیمه‌پایلوبه نن شپه کېږي

335448

د اروپا ملتونو فوټبال جام په لومړۍ نیمه پای‌لوبه کې نن شپه د فرانسې فوټبال ملي لوبډله له اسپانیا سره سیالي کوي.

ټاکل شوې چې یاده لوبه نن شپه د افغانستان پر وخت ۱۱:۳۰ بجې پیل شي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

فرانسې د یاد جام د اتو غوره لوبډلو پړاو کې د کرېسټیانو رونالډو لوبډلې پرتګال ته په پنالټي شوټونو کې ماته ورکړه او نیمه پای‌لوبې ته یې لاره وموندله.

اسپانیا بیا کوربه‌ جرمني لوبډله له مخې پورته کړه او نیمه پای‌لوبې ته راغله. د یادې لوبې ګټونکې لوبډله به پای‌لوبې ته ووځي.

دویمه نیمه پای‌لوبه کې بیا انګلستان له نیدرلنډز سره مخ دی چې دواړه لوبډلې به سبا چهارشنبه د یوه بل پر وړاندې لوبه وکړي.

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

د ۲۰۲۴کال د اروپا ملتونو فوټبال جام سیالي د جرمني په کوربه‌توب روانې دي چې راتلونکې یکشنبه به یې پای‌لوبه وشي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام