Asset 1SWN

لوګر کې په ۱۴میلیونه افغانیو د پاکو اوبورسولو درې شبکې جوړ شوې

a4e56b7c-2ab0-43fd-a7f0-a06fa189d289

 د لوګر د کلیو پراختیا او بیارغونې ریاست چارواکي وایي چې د دغه ولایت په مرکز پل‌علم، بره‌کي برک او خروار ولسوالیو کې د یونېسف(UNICEF) له لوري د څښاک پاکو اوبو درې شبکې جوړې او ګټې‌اخیستنې ته وسپارل شوې.

د دغه ولایت د کلیو پراختیا او بیارغونې ریاست رییس محمدقاسم راشد د یادو شبکو پرانېست‌غونډې ته وویل، د څښاک پاکو اوبو دغه شبکې د مرکز پل‌علم په نیازو، د خروار ولسوالي په طاوس‌‌خېل او د بره‌کي برک ولسوالي په نوبرجه کلیو کې جوړې او ګټې‌‌اخیستنې ته سپارل شوي دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

راشد زیاته کړه، یادې شبکې د ماشومانو لپاره د ملګروملتونو ملتونو ملاتړې ادارې(UNICEF) له لوري د شاوخوا ۱۴ میلیونه افغانیو په مالي لګښت د ۹ میاشتو په ترڅ کې جوړي شوي چې ۹۰۰ کورنۍ ورڅخه د څښاک پاکو اوبو برخه کې ګټه اخلي.

نوموړی همدارنګه وایي، د څښاک پاکو اوبو یادو شبکو ته درې ژورې څاه ګانې، ۸۰ لمریزې برښنا تختې، د اوبو درې ذخیرې او ۴۰۰ کورنیو ته د اوبو نلکۍ نصب شوي دي.

لوګر مرستیال والي مولوي محمد انور دین پرور وویل، حکومت او مؤسسات مسؤلیت لري چې ولس ته ټولګټې پروژې منظورې او عملي کړي. نوموړي په خلکو غږ وکړ چې د بشپړو شویو پروژو ساتنه وکړي او د بیارغاونې په برخه کې له حکومت او مؤسساتو سره همکاري وکړي.

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

باید وویل شي چې (UNICEF) له لوري په مرکز پل علم او یو شمیر لرو پرتو ولسوالیو کې ۱۴ نورې د څښاک پاکو اوبو شبکې تر کار لاندې کړي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام