Asset 1SWN

پکتيکا کې د ۲۲۲ ميليونه افغانيو په لګښت ۱۵۵پروژې بشپړې شوې

50cefcd5-5402-4a3d-b2a1-951240688738

پکتیکا کې چارواکي وايي چې د دغه ولایت په دوو ولسوالیو کې د ۲۲۲ میلیونه افغانیو په لګښت په بېلابېلو برخو کې ۱۵۵ رغنیزې پروژې بشپړې او ګټې‌اخیستنې ته سپارل شوې دي.

د پکتيکا ولایت مقام څخه سلام‌وطندار ته د «چنګاښ پر ۱۸مه» په لېږل شوې خبرپاڼه کې ويل شوي چې د یاد ولایت په ارګون او يوسف‌خېل ولسواليو کې د افغانستان د ټولینز ملاتړ پروګرام موسسې له لوري ۱۵۵ بېلابېلې پروژې بشپړې او ګټې‌اخيستنې ته وسپارل شوې.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

په خبرپاڼه کې ويل شوي چې د يادو پروژو له ډلې يې په ارګون ولسوالي کې ۹۵ او په يوسف‌خېل ولسوالي کې۶۰ پروژې پلې شوې دي.

دغه بېلابېلې پروژې چې ۸۱ يې د سړکونو جوړونې او ۷۴ يې د ځمکو خړوبولو لپاره دي، د یوه کال په موده کې پلې او نن دوشنبه ګټې‌اخیستنې ته وسپارل شوې.

خبرپاڼه کې د پکتيکا مرستیال والي‌ له قوله ليکل شوي چې دا ډول پروژې نه‌یوازې د پکتیکا اوسېدونکو لپاره اسانتیاوې رامنځته کوي، دوی ته به د کار زمینه هم  برابره کړي.

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

د یادو پروژو د پلي کولو پرمهال د دغه ولایت ۱۳۶۴۲ کسانو ته د کار کولو زمینه هم برابره شوې وه.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام