د ميدانوردګ د اطلاعاتو او فرهنګ رياست له لوري د دغه ولايت نرخ ولسوالي په «صدمردې» سیمه کې د مڼېګل دوديزه او کلني مشاعره جوړه شوه.
جوړې شوې مشاعرې ته د ميدانوردګ د اطلاعاتو او فرهنګ رياست رییس حبیبالله مجاهد وويل، په دغه مشاعره کې د هېواد د بېلابېلو ولايتونو سلګونه شاعرانو او ليکوالانو ګډون کړی.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
نوموړی زيات کړه، سږکال یې ځکه د نرخ ولسوالي په يوه لرې او سرسبزه سیمه کې مڼي ګل مشاعره جوړه کړې چې د کرنې پخواني وزير ډاکټر عبدالوکیل ياد تازه شي.
بلخوا د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مرستيال عتیقالله عزيزي وويل، د پخوا په پرتله هېواد کې شعر شاعرۍ او ادبياتو ته پاملرنه زياته شوې.
نوموړي زياته کړه، اطلاعاتو او فرهنګ وزارت له ټولو شاعرانو او ليکوالانو ملاتړ کوي او هڅه کوي دوسته په خپلو سیمو د ادبي فعاليتونو اسانتياوې برابرې کړي.
جوړې شوې مشاعرې ته د يوه هيواد بېلابېلو ولايتونو څخه راغلیو شاعرانو او ليکوالانو خپل شعرونه او غزلونه وړاندې کړل او د مشاعرې ډېره برخه د مڼې ګل او د ميدان وردګ ولايت تاريخي او کلتوري وضعيت باندې څرخېدل.