Asset 1SWN

بادغیس کې شپږ کسان د ځنګلونو پرې کولو په تور نیول شوي

سبشسبب

بادغیس کې امنیتي مسوولان وايي چې دغه ولایت کې د ځنګلونو ساتنې امنیتي قطعې شپږ کسان د ارچه ونو د پرې کولو په تور نیولي دي.

د بادغیس امنیه قومنداني څخه سلام‌وطندار په رالېږل شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې شنبه، چنګاښ دویمه د یاد ولایت د غورماچ ولسوالي «شرشر» سیمه کې شپږ کسان د ونو پرې کولو په تور نیول شوې دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د خبرپاڼې له مخې، نیول شوي کسان عدلي او قضايي ارګانونو ته سپارل شوې دي.

له دې وړاندې هم دغه ولایت کې ۱۱ کسان د ځنګلونو پرې کولو په تور د شنې قطعې له‌خوا نیول شوي وو.

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

په ورته مهال د بادغیس امنیتي مسوولان له خلکو غواړي چې د ځنګلونو له پرې کولو لاس واخلي او که دا کړنې دوام ولري، قانوني چلن به ورسره وشي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام