د افغانستان لپاره د یوناما دفتر سیاسي مرستیال او ورسره مل پلاوي یې میدانوردګ ته سفر کړی او د دغه ولایت اطلاعاتو او فرهنګ ریاست او محلي چارواکو سره یې لیدلي دي.
جوړې غونډې ته د میدانوردګ د اطلاعاتو او فرهنګ رییس حبیبالله مجاهد وویل، د ا.ا له راتګ وروسته په دغه ولایت کې د غږیزو او چاپيزو رسنیو فعالیت غوړیدلی او د محلي رسنیو او ژورنالیستانو ډېری ستونزې هوارې شوي دي.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
مجاهد زیاته کړه، اوس د ولایت په کچه ۱۰غږیزې، چاپیزې او انلاین رسنۍ او لسګونه ژورنالیستان فعالیت کوي او په دوی باندې هېڅ ډول بندیز نهدی لګول شوی.
بلخوا د افغانستان لپاره د یوناما سیاسي دفتر مرستیال مارکس پوټزېل او ورسره مل پلاوی میدانوردګ د رسنیو او ژورنالیستانو روانو فعالیتونو ستاینه وکړه او زیاته یې کړه چې یوناما د نړۍ او افغانستان ترمنځ د یوه پل حیث لري او هڅه کوي چې خپل مسوولیت په ښه توګه ادا کړي.
د ولایت د غږیزو او چاپیزو رسنیو مسوولانو هم په خپل وار سره خپلې لاستهراوړنې او ستونزې شریکې کړې او زیاته یې کړه چې د ا.ا حکومت له راتګ سره سم په دغه ولایت کې د رسنیو او ژورنالیستانو پر وړاندې ستونزې راکمې شوي دي.
باید وویل شي چې په میدانوردګ کې یوه دولتي او څلور خصوصي راډیوګانې او درې انلاین او چاپیزې رسنۍ فعالیت لري.