Asset 1SWN

امریکا پر ټایوان اف-‌۱۶ جېټ الوتکې پلوري

US-Air-Force-formation-F-16-Fighting-Falcons

د امریکا دفاع وزارت «پنټاګان» د دفاعي امنیتي همکارۍ اژانس «DSCA» ویلي چې د بهرنیو چارو وزارت پر ټایوان د  اف-۱۶ جېټ الوتکو پلور تایید کړی دی.

د دغه پلور ارزښت ۸۰ میلیونه ډالرو ته رسېږي چې د یاد اژانس په وینا، سیمه کې به د امنیت ټينګښت، سیاسي ثبات سربېره پوځي انډول او اقتصادي ودې لامل شي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، د ټایوان دفاع وزارت له امریکا مننه کړې او ویلي یې دي چې دغه پلور به د دوی د هوايي ځواک اړتیاوې راکمې کړي.

د یاد وزارت په وینا، د اف-۱۶ جېټ الوتکو پلور به جولای میاشت کې وروستی شي. د ټایوان دفاع وزارت په یوې بیانیه کې ویلي: «د چین کمونیست ګوند په خاوري زون کې زموږ د زورونې لپاره هڅه کړې چې زموږ د تمریناتو سیمه رالنډه کړي او له ځان د دفاع حقوق محدود کړي.»

چین په وار وار له امریکا غوښتنه کړې چې پر ټایوان د وسلو پلور بند کړي. چین ادعا کوي چې ټایوان ټاپو یې خاوره ده، خو ټایپي بیا د چین له دې ادعا سره کلک مخالف دی.

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

د چین دفاع وزارت په سمدستي توګه په دې اړه څه نه‌دي ویلي، خو د ټایوان دفاع وزیر وېلنګټون کوو، پنج‌شنبه، جون شپږمه ویلي، ټایوان باید خپل دفاعي وړتیاوې پیاوړې کړي، څو هند سمندر کې د امریکا له اغېزمنو ملګرو پاتې شي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام