Asset 1SWN

هرات کې څلور سترې اقتصادي پروژې پیلېږي

c754b48b-911d-4f51-82d1-358c20f240a2

هرات کې د کانونو او پټرولیم ریاست مسوولان وايي چې دغه ولایت دا مهال له ۲۶کانونو د استخراج چارې روانې دي چې نږدې راتلونکې کې به څلور نورې سترې پروژې هم پیل شي.

د یاد ولایت د کانونو او پټرولیم ریاست د تفتیش امر عنایت‌الله امیني وايي، نږدې راتلونکې کې به څلور پروژې له هغې ډلې، د سمنټونو پروژه، د غوریان اوسپنې کان بلاکونو، د پشتون زرغون اوسپنې کان او د ډبرو سکرو اړوند پروژې پرانېستل شي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د نوموړي په وینا، دا مهال د هرات سمنټونو پروژو لومړنیو کارونو کې ۲۰۰ کسان پر کار بوخت دي چې نږدې راتلونکې کې به چارې په رسمي توګه د ۲۶۵ میلیونه ډالرو په ارزښت پیل شي.

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

د یاد ولایت د کانونو او پټرولیم ریاست د تفتیش امر عنایت‌الله امیني زیاته کړه چې هرات کې ۳۴ بېلابېل کانونه شتون لري چې له ډلې یې له ۲۶ د استخراج چارې روانې دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام