Asset 1SWN

د ترکیې ولسمشر: ملګري ملتونه د یوه «مړ سازمان» په څېر دی

merlin_132059030_3c899269-d626-428f-827d-64117ce166c7-superJumbo

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان وايي، د ملګروملتونو سازمان په غزه کې د اسراییلو ځواکونو روانو بریدونو مخنیوي کې پاتې راغلی او یاد سازمان یې د یوه «مړي» په توګه یاد کړ.

نوموړي دغه څرګندونې روانه اوونۍ د ترکیې پارلمان کې خپل ګوند ته د وینا پرمهال کړې دي.

هغه زیاته کړه چې ملګروملتونو نه‌یوازې غزه کې د اسراییلو له‌خوا د «نسل‌وژنې» مخه ونه‌شوای نیولی، د خپلو کارکوونکو ژوند ژغورلو کې هم پاتې راغلی دی.

هغه د وینا پرمهال وویل: «له غزې تصویرونه د زغم وړ نه‌‌دي. پر رفح ښار بریدونه تر ټولو خونړي دي. ایا تاسو کې انسانیت پاتې، له ۱۵زره بې‌ګناه ماشومانو مو څه غوښتل؟ امریکا او اسراییل! تاسو دواړه د دې نسل‌وژنې مسوول یاست.»

د ترکیې ولسمشر له دې وړاندې هم پر غزه د اسراییلي ځواکونو د بریدونو له امله پر اسراییلو تندې نیوکې کړي دي. ترکیې څو اوونۍ وړاندې له اسراییلو سره د میلیارډونو ډالرو سوداګریزه راکړه ورکړه هم وتړله.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام