Asset 1SWN

یمن کې د امریکا او بریټانیا بریدونه؛ حوثیان: ۱۴کسان وژل شوي او ۳۰ ټپیان دي

pr4n5o3c_houthi-rebels_625x300_26_January_24

یمن کې د حوثي غورځنګ تلویزیوني‌ شبکې اعلان کړی چې پر دغه هېواد د امریکا او بریتانیو ځواکونو په بریدونو کې ۱۴ کسان وژل شوي او څه باندې ۳۰ نور ټپیان دي.

د یادې ټلوېزیوني شبکې د اعلان له مخې، دغه بریدونه بېګاه شپه «غبرګولي لسمه» شوې دي. د امریکا د پوځ مرکزي قومنداني «سېنټکام» بیا دغه عملیات د حوثیانو له‌خوا پر سوداګریزو بېړیو د وروستیو بریدونو لپاره ځواب بللی دی.‌

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

سېنټکام زیاته کړې چې یمن کې د حوثیانو تر کنټرول لاندې سیمو کې ۱۳ اهداف د توغندیو په وسیله په نښه کړي او د حوثیانو اړوند اته بې‌پېلوټه الوتکې یې نسکورې کړې دي.‌

حوثیان له تېرو څو میاشتو راهیسې غزه کې له فلسطینیانو سره د پیوستون ښودلو په نوم «سره سمندر» کې پر سوداګریزو بېړیو پرله‌پسې بریدونه کوي.

حوثي غورځنګ د روانې اوونۍ د چهارشنبې پر ورځ ویلي چې د یمن سوېل‌ختیځ معاریب ولایت کې یې یو اېم‌کیو-۹ ډوله امریکايي ډرون راغورځولی دی. دې ډلې ادعا هم کړې وه چې په درېوو سمندرونو کې یې پر شپږو بېړیو د توغندیو بریدونه کړي دي.‌

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

د حوثيانو پوځي ویاند یحیی سریع وویل دا تر دې دمه شپږمه بې‌‌پیلوټه الوتکه ده چې دوی یې راغورځوي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام