Asset 1SWN

پر رفح ښار کې د اسراییلي ځواکونو د برید له امله ۱۲ملکیان وژل شوي

download

د غزې په سوېلي ښار رفح کې د اسراییلي ځواکونو د هوايي بریدونو پرمهال لږ تر لږه ۱۲ فلسطینیان وژل شوي او د غزې په نورو سیمو کې هم جګړه روانه ده.

اسراییلو یوه ورځ وروسته له هغې په رفح باندې خپل برید ته زور ورکړ چې د دوی ځواکونو د غزې تړانګې او مصر ترمنځ د نږدې پولې په اوږدو کې د «بفر زون کنټرول» ترلاسه کړ.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

رویټرز خبري اژانس نن جمعه، مې ۳۱مه راپور ورکړی چې بفرزون د حماس ډلې د وسلو لېږد لپاره تر مهمه لاره ګڼل کېږي او د تېرو اوو میاشتو جګړې پرمهال دې ډلې له همدې لارې وسلې او نور مهمات لېږدول.

له دې سربېره اسراییلو په بشپړه توګه غزه کلابنده کړې چې د راپورونو له مخې، د قحطۍ ګواښ په‌کې لا لوړ شوی دی.

رویټرز په خپل راپور کې د یوې روغتیايي سرچینې له قوله ویلي، ۱۲ ملکیان چې غوښتل یې د یوه کس جسد له غزې بهر انتقال کړي، د اسراییلو له‌خوا وژل شوي او نامعلوم شمېر نور ټپیان دي.

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

په ورته مهال په دغه راپور کې راغلي چې د غزې په مرکز، شمال او سوېل کې سختې جګړې روانې دي او مخابراتي شبکې هم تړل شوې دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام