Asset 1SWN

د حماس القسام لوا پر اسراییلو توغندیز بریدونه کړي

skynews-iron-dome-iran-dandf_6524149

د حماس اړوند د القسام برېګېډ په نوم وسله‌واله ډله وايي چې نن یکشنبه، مې ۲۶مه یې د اسراییلو پر تل‌ابیب ښار د توغندیو پراخ بریدونه کړې دي.

القسام برېګېډ پر خپل ټیلیګرام چینل په یوه بیان کې ویلي چې دا توغندي د هغه څه په ځواب کې توغول شوي چې دوی یې «د ملکیانو  پر وړاندې د صهیونیستانو قتل عام» بولي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

بل‌خوا الجزیرې خبري شبکې بیا په خپل یوه راپور کې ویلي چې القسام برېګېډ ډلې په جبالیه کې یو‌شمېر اسراییلي سرتیري وژلي او ځینې یې ژوندي نیولي دي.

خو اسراییلو بیا د یادې ډلې دغه ادعا رد کړې. د حماس اړوند الاقصی ټلوېزیون راپور ورکړی چې دغه توغندي له غزې پر اسراییلو توغول شوې دي.

په ورته مهال د تېرو ۲۴ساعتونو پرمهال د اسراییلي ځواکونو په بریدونو کې لږ تر لږه ۸۰ فلسطینیان وژل شوي دي.

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

د دې ترڅنګ د مصر له کریم ابو مسلم «کریم شالوم» بندر له لارې غزې ته د مرستو څلور لارې ورغلې دي. شاوخوا ۷۰ بنسټونو غزه کې د شدیدې لوږې او قحطۍ د اعلان غوښتنه کړې.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام