Asset 1SWN

د فرانسې ولسمشر له ۲۴کلونو وروسته المان ته سفر وکړ

FILE PHOTO: German Chancellor Olaf Scholz welcomes French President Emmanuel Macron before their trilateral meeting with Polish Prime Minister Donald Tusk for the consultation forum 'Weimar Triangle', at the Chancellery in Berlin, Germany March 15, 2024. REUTERS/Annegret Hilse/File Photo

د فرانسې ولسمشر امانوېل ماکرون نن یکشنبه، مې ۲۶مه د یوه پلاوي په مشري په درې ورځني سفر المان ته سفر کړی دی.

د یاد سفر پرمهال د دواړو هېوادونو د حکومتونو کابینې ګډه ناسته کړې، څو د اروپايي ټولنې د پارلماني ټاکنو په درشل کې خپل یووالی په ډاګه کړي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، امانوېل ماکرون د فرانسې لومړی ولسمشر دی چې له ۲۴کلونو وروسته د المان پلازمېنې برلین ته سفر کوي.

د اروپا د دوو سترو قوتونو مشران به د لیدنو پرمهال د دواړو هېوادونو د اړیکو ترڅنګ د اوکراین-روسیې جګړې او د امریکا ولسمشریزو ټاکنو په اړه بحث او خپلې اروزنې وکړي.

د فرانسې ولسمشر به د سفر پرمهال له خپلې مېرمنې او مل پلاوي سره د المان ولسمشر فرانک والتر شتاین مایر سره وویني او دوشنبه به د المان درسیډڼ ته سفر وکړي، چېرته چې د دویمې نړیوالې جګړې پرمهال د لوېدیځو متحدانو له‌خوا ویجاړ شوی و.

د یاد سفر پر درېیمه ورځ به د فرانسې ولسمشر له برلین بهر مسبرګ ته لاړي او د ګډو همکاریو په تړاو به اغېزمنې خبرې او بحث وکړي.

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

ماکرون او شولټس دواړه د سیاست کولو بېلابېلې تګ‌لارې لري او ۲۰۲۱کال کې هغه مهال چې شولټس د المان لومړی وزیر شو، په ښکاره توګه یې د دفاع او هستوي وسلو پر سر له فرانسې سره اختلاف څرګند کړ.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام