د قزاقستان سترې محکمې د دغه هېواد د اقتصاد وزارت پخوانی وزیر د خپلې مېرمنې د شکنجې او وژنې په تور په ۲۴کاله بند محکوم کړی دی.
۴۴کلن کواندیک بیشمبایف پرون دوشنبه، مې ۱۳مه د سترې محکمې لهخوا تورن پېژندل شوی دی.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د الجزیرې خبري شبکې د راپور له مخې، د نوموړي محکمه چې په تېرو اوو اوونیو کې په ژوندۍ بڼه خپره شوې، د چارواکو لهخوا د یوې هڅې په توګه لیدل کېږي چې وښايي، لوړپوړي چارواکي له قانون پورته نهدي.
د محکمې پرمهال د بېشمبایف له لوري د خپلې مېرمنې د وهلو او ټکولو ویډیوګانې هم خپرې شوې دي. په دې ویډیوګانو کې لیدل کېږي چې بېشمبایف خپله مېرمن ۳۱کلنه سالتانات نوکېنووا په سوکانو او لغتو وهي.
د راپور پر بنسټ د بېشمبایف له ټیلیفون داسې ویډیوګانې هم موندل شوي چې پهکې ښکاري مېرمن یې په وینو لتپت ده او وروسته بېهوښه کېږي.
د قزاقستان ولسمشر قاسم جومارت توکایف ویلي، غواړي داسې ټولنه رامنځته کړي چې په ځانګړې توګه پهکې د ښځو حقونه خوندي او عدالت ټينګ وي.
بېشمبایف منلې چې خپله مېرمن یې وهلې، خو د محکمې پرمهال یې ویلي چې د نوموړې د وژنې هوډ یې نهدرلود.
نوموړی په ۲۰۱۶کال کې د قزاقستان د اقتصاد وزیر په توګه وټاکل شو. په ۲۰۱۸کال کې بېشمبایف د رشوت اخیستلو په تور په لس کاله بند محکوم شو او درې کاله وروسته، د بښنې او په مشروطه ازادي بېرته خوشې شو.