د سرپرست حکومت چارواکي وايي، د بغلان له سېلابځپلو سره د مرستې په موخه د قطر له لوري د خوراکي او غیرخوراکي توکو یوه جوپه د بلخ مرکز مزارشریف ښار هوايي ډګر ته رارسېدلې.
د قطر دغه بشري مرستې نن دوشنبه، غويي ۲۴مه د یو لړ مراسمو په ترڅ کې د مزارشریف د «مولانا جلالالدین محمدي بلخي په هوايي ډګر کې د دغه هېواد د استازیو له لوري د سرپرست حکومت چارواکو ته سپارل شوې دي.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د اقتصاد وزارت مالي او اداري مرستیال محمدعلم جمیل وايي، په دغو مرستو کې خوراکي توکي، طبي وسایل، د کورنیو توکو ترڅنګ خېمې شاملې دي چې بغلان کې د سېلابونو له امله له زیانمنو شویو کورنیو باندې به ووېشل شي.
جمیل د قطر له مرستو څخه د مننې ترڅنګ له نورو هېوادونو، کورنیو او بهرنیو مرستندویه موسسو څخه هم د بشري مرستو غوښتنه وکړه.
بلخوا د قطر استازي د دې مرستو سپارلو پرمهال وویل چې په څو ورځو کې به له دغه هېواد څخه د بشري مرستو څلور نورې جوپې هم افغانستان ته راولېږدول شي.
بغلان کې د وروستیو سېلابونو په ترڅ کې د ښځو او ماشومانو په ګډون د دغه ولایت سلګونه اوسېدونکي مړه او ټپیان شوي دي.