د پکتيا د اطلاعاتو او فرهنګ رياست له ځوانانو سره په ګډه نن «دوشنبه، غويي ۲۴مه» د بغلان، بدخشان او غور ولايتونو سېلابځپلو ته د مرستو راټولولو صندوق جوړ کړی دی.
د یاد ولايت د اطلاعاتو او فرهنګ رياست مسولان وايي چې د سېلابځپلو سره د مرستو ټولولو صندوق یې د ګردېز ښار په مرکزي چوک کې اېښی دی.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د پکتیا اطلاعاتو او فرهنګ رییس ثوابجان اسلاميار وايي چې د مرستو راټولولو لپاره يولس کسيزه کمېټه جوړه شوې چې تر درېوو ورځو به مرستې راټولوي او له هغه وروسته به يې، سېلابځپلو ته ورسوي.
نوموړي د مرګز ګردېز له اوسېدونکو غوښتنه وکړه چې د بغلان، بدخشان او غور ولايتونو له سېلابځپلو سره دې تر خپل توان مرسته وکړي.
د ګردېز ښار یو اوسېدونکی شفيقالله وايي، دا ډول مرستې که څه هم د سېلابځپلو ټولې ستونزې نهشي هوارولی، خو په وینا یې، یادې مرستې د خواخوږۍ په پار دي.
هغه له نورو ښاريانو وغوښتل چې د سېلابځپلو څخه د خپل توان مرستې ونهسپموي.
له دې وړاندې په میدانوردګ کې هم د یادو ولایتونو سېلابځپلو سره د مرستو راټولولو صندوقه کېښودل شوي دي.