Asset 1SWN

بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ کډوالو وزارت: ۳۱۵ مړه شوي او ۱۶۳۰ ټپیان دي

gettyimages-2151900989

د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت مسوولان وايي چې بغلان کې د سېلابونو له امله د مړو شویو کسانو شمېر ۳۱۵کسانو ته لوړ شوی او ۱۶۳۰ نور کسان ټپیان شوې دي.

دغه سېلابونه جمعه، غويي ۲۱مه د بغلان مرکز او یو‌شمېر ولسوالیو کې راوتلي چې د ځاني زیانونو ترڅنګ یې ګڼ مالي زیانونه هم خلکو ته اړولې دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت نن یکشنبه، غويي ۲۳مه پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي چې د سېلابونو له کبله ۲۶۶۵کورونه په بشپړ او نیمه بشپړه توګه ویجاړ شوي او ۱۰۰۰ څاروي هم له‌منځه تللي دي.

د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت همداراز لیکلي چې د بغلان د کډوالو چارو رییس محمدابراهیم عمري له سېلاب‌ځپلیو سیمو لیدنه کړې او په وینا یې، سېلابونو کې تراوسه ۳۱۵کسان مړه او ۱۶۳۰ نور ټپیان شوې دي.

سېلابونه د دغه ولایت د «مرکزي بغلان» په «شیخ‌ جلال» او «شهرک صلح» کلیو او د برُکې ولسوالي په «شرشر» کلي کې راوتلي دي.

د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت ټينګار کړی چې دغه شمېرې لومړنۍ دي او ښايي د مړو او ټپیانو شمېر له دې هم لوړ شي. تېره جمعه د هېواد په شمال او شمال ختیځو ولایتونو کې مرګوني سېلابونه راوتلي چې د زیانونو ډېره کچه بغلان ولایت کې اوښتې.‎

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

د خوړو نړیوال پروګرام پرون له غرمې وروسته اعلان وکړ چې بغلان کې د سېلابونو له امله څه باندې ۳۰۰کسان مړه او څه باندې ۱۰۰۰ کورونه هم ویجاړ شوې دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام