Asset 1SWN

د دایکندي-کابل-بامیان لویې لارې د واورې اورښت له کبله تړل شوي

IMG_20220308_163412_770--1-

د بامیان او دایکندي محلي مسوولان وايي چې کابل ته د دغه ولایتونو غځېدلې لویې لارې د واورو اورښت او توپان له کبله تړل شوي دي.

د مسوولانو په وینا، له کابل سربېره د یادو ولایتونو له مرکزونو سره د ځینو ولسوالیو لویې لارې هم بندې شوي دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د غور محلي مسوولان سلام‌وطندار ته وايي چې له تېرې ورځې راهیسې د اورښت له امله، د غور-کابل لویې ترڅنګ د یاد ولایت د ټولو ولسوالیو غځېدلې لارې هم تړل شوي دي.

د غور د ټولګټو رییس عبدالکریم ابوشعیب وايي چې د کابل-غور لویه لاره د «بکک کوتل» سیمه کې او د تیورې، پسابند، دولینه، شهرک ساغر او تولک ولسوالیو لویې لارې، په بندباین او د مرغاب، چهارسده، لارې بیا شاتیغ کوتل کې د تګ‌راتګ پرمخ تړل شوي دي.

بل‌خوا د دایکندي مسوولان هم سلام‌وطندار ته وايي چې دغه ولایت کې اورښتونو د کابل او د یاد ولایت د ولسوالیو لویې لارې تړلې دي.

د دایکندي د والي ویاند سیدغضنفر کاظمي په وینا، د دایکندي-کابل لویه لاره د «قوناق» کوتل او د دغه ولایت مرکز ته د ولسوالیو ټولې لارې له نن سهار راهیسې د اورښتونو له امله تړل شوي دي.

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

هغه زیاته کړه چې لا هم دغه ولایت کې د واورې اورښت او سخت توپان روان دی چې ځینو سیمو کې تر ۵۰ سانټي واوره ورېدلې ده. د یادو ولایتونو مسوولانو له خلکو غوښتنه کړه چې تر بلې خبرتیا پر یادو لارو له تګ‌راتګ ډډه وکړي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام