Asset 1SWN

مجاهد: د چین ولسمشر له‌خوا د بلال کریمي باورلیک منل، ډيپلوماټیکه لاسته‌راوړنه ده

Karimi-qj48805z1svr7wphwtnvc5piglgwwiffu87nvioivc

د سرپرست حکومت ویاند ذ.بېح‌الله مجاهد د چین د ولسمشر له لوري د دغه هېواد لپاره د افغانستان سفیر بلال کریمي د باور‌لیک منل، یوه مهمه لاسته‌راوړنه بللې.

هغه سلام‌وطندار ته وویل چې د چین په څېر د یوه هېواد له‌خوا د افغان سفیر د باورلیک منل، د دې ښکارندوینه کوي چې د دواړو هېوادونو اړیکې بېرته عادي حالت ته ګرځېدلې او دا به د پرمختګونو لامل شي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

هغه وویل: «کله چې د چین په شان هېواد د افغانستان سفیر باورلیک تاییدوي، د دې ښکارندوینه کوي چې د دواړو هېوادونو اړیکې عادي حالت ته راګرځېدلي او دا به بېلابېلو برخو له هغه ډلې اقتصادي برخه کې د پرمختګ لامل شي چې دواړو هېوادونو ته ګټور دی.»

د سرپرست حکومت ویاند تمه وښوده چې د چین په څېر نور هېوادونه چې د اسلامي امارت پر وړاندې د چین تګ‌لاره خپله کړي.

اسدالله بلال کریمي سه‌شنبه د سلواغې لسمه چین کې د یاد هېواد د ولسمشر له لوري د افغانستان د سفیر په توګه خپل باورلیک وړاندې کړ.

چین لومړنی هېواد دی چې په رسمتي توګه یې خپل هېواد کې د افغانستان سرپرست حکومت د سفیر باورلیک په رسمي توګه ومانه.

په ورته مهال د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند متیو مېلر د چین ولسمشر له لوري د سرپرست حکومت د سفیر باورلیک منلو په غبرګون کې د ا.ا پر وړاندې د یاد هېواد د پالېسۍ په اړه د وضاحت غوښتنه کړې.

خو د سرپرست حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د افغانستان په اړه د امریکا پر دریځ نیوکه کوي او وایي چې امریکا سیمه کې خپل اغېز له لاسه ورکړی او د ا.ا د رسمیت‌پېژندنې برخه کې يې هم ستونزې پیدا کړي دي.

هغه وویل: «له بده‌مرغه چې امریکا لاهم ځینو برخو کې ستونزې لري. بندیزونه یې پرځای پرېښي او هغه هېوادونه چې تر اغېزو لاندې یې وو، د رسمیت‌پېژندنې مخه یې نیولې. دا چې چین تېره ورځ یو اقدام وکړ او نور هېوادونه به یې هم تعقیب کې ورته اقدامات وکړي. ښکاري چې امریکا چې پر هېوادونو او سیمې اغېز درلود، له لاسه یې  ورکړی.»

د سیاسي چاروشنونکي او د نړیوالو اړیکو کارپواهن د چین له لوري د سرپرست حکومت د سفیر باورلیک منل، د یاد هېواد د اقتصاد‌محورې تګ‌لارې له امله بولي.

د نړیوالو اړیکوکارپوه ولي فروزان وویل: «چین لومړنی هېواد دی چې دا اقدام کوي. چین له نورو هېوادونو سره چې توپیر لري، دا دی چې چېن یو اقتصادي لیدلوری لرلي، د افغانستان په اړه.»

سلام‌وطندار پر اېکس وڅارئ

د چین ولسمشر تېره ورځ په یوه رسمي لیک کې د ۴۱ هېوادونو د سفیرانو باورلیک تایید کړ.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام