Asset 1SWN

سلام وطندار

لوګر کې د ټرافیک مدیریت سږکال ۳۵میلیونه افغانۍ عواید ټول کړي

logar

د لوګر د ترافیکو مدیریت مسوولان وايي چې د روان لمریز کال په لومړیو اتو میاشتو کې یې شاوخوا ۳۵ میلیونه افغانۍ عواید راټول کړې دي.

د لوګر د ترافیکو مدیر محمدنعیم زبیر سلام‌وطندار ته وویل چې د یادو عواید یې اکثریت برخه د پاکستان لاس موټر د «سټیکر کولو پروسې» او د ترافیکي اصولو د پلي‌کولو له لارې راټول کړي دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

زبیر زیاته کړه، د لوګر ټرافیکو مدیریت په ښار کې ښارې نظم او د ټرافیکي اصولو مراعتولو ته زیات کار کړی ده او هڅه روانه ده چې ددې کال تر پایه پورې په ښار کې بشپړ ټرافیکي نظم رامنځته شي.

سلام‌وطندار پر ټویټر وڅارئ

 ورته مهال لوګري موټر چلونکي د ترافیکي اصولو د مراعت کولو څخه خوښ دي او خو ټينګار کوي چې ټرافیکو مدیریت دې له ټولو موټر چلوونکو سره یو ډول چلند وکړي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام