د لوګر محلي مسوولان وایي چې د دغه ولایت د خوښۍ ولسوالي په «کارېزو سلیمانخېل» کلي کې یو ۱۵کلن ځوان ژورې څاه ته لوېدلی او مړ شوی دی.
د یاد ولایت د امنیې قومنداني ویاند احمدالله انس سلاموطندار ته ویلي چې دغه ځوان نیازمحمد نومېده او د اوبو ژورې څاه ته تر لوېدو وروسته مړ شوی دی.
سلاموطندار پر فېسبوک وڅارئ
انس وویل: «دغه پېښه هغه مهال رامنځته شوه کله چې یاد ځوان په خپل باغ کې کارکولو او د کار کولو په جریان کې یې د ماسپېښن لمونځ د یوې ژورې څاه تر څنګ اداء کولو چې په دې وخت کې ژورې څاه ته لوېدلی او مړ شوی، ډېر ګومان دا دی چې یاد ځوان د مېرږیانو ناروغي درلودله.»
د خوښۍ ولسوالي د کاریزو سلیمانخېل کلي اوسېدونکي هم وایي، د یاد ۱۵کلن ځوان د ژغورلو لپاره کلیوالو ډېرې هڅې وکړې، خو تر دوه ساعته ځنډ وروسته نوموړی ځوان د کلیوالو له لوري له ژورې څاه څخه مړ راوېستل شوی دی.
سلاموطندار پر اېکس هم وڅارئ
تر دې وړاندې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې هم ورته پېښې رامنځته شوي او سرپرست حکومت ژورو څاګانو ته د ماشومانو او لویانو د لوېدو پېښو مخنیوي په موخه له هېوادوالو غوښتي وو چې د څاګانو سرونه وپوښي.