د زابل محلي مسوولان وايي چې د دغه ولایت مرکز «قلات ښار د سپینې غبرګې د قرولې» سیمه کې د اوبو ژورې څاه لوېدلې ماشومه مړه شوې ده.
دغه نجلۍ بېګاه شپه «یکشنبه، مرغومې لسمه» د اوبو ژورې څاه لوېدلې وه چې د ژغورنې لپاره یې هڅې روانې وې، خو نن ورځ یې له څاه مړی راوېستل شوی دی.
د زابل د اطلاعاتو او فرهنګ رییس مولوي رحمتالله نیازي پرون ناوخته سلاموطندار ته ویلي و چې د ماشومې د مړینې او ژوندۍ پاتې کېدو په اړه معلومات نهلري، خو د ژغورنې لپاره مشینري له هلمند څخه دغه ولایت ته لېږدول شوې.
هغه ویلي و: «ښايي ماشومه شهیده شوې وي، ځکه اوبه ښکاري ماشومه نه ښکاري. مشینري یوازې د دې لپاره راځي چې د ماشومې جسد راوکاږي.»
دا لومړی ځل نهدی چې دغه ولایت کې د اوبو ژورې څاه ته ماشومه لوېږي، له دې وړاندې هم یاد ولایت او څنګ لوریو ولایتونو کې یې ماشومان د اوبو ژورو څاګانو ته لوېدلې دي.
که څه هم د کورنیو چارو وزارت خلکو ته سپارښتنه کړې چې د خپلو ژورو څاهګانو سرونه پټ کړي، خو له دې سپارښتنې سربېره لا هم وخت ناوخت د هېواد له بېلابېلو ولایتونو په ځانګړې توګه سوېلي ولایتونو څخه د ورته پېښو خبرونه ورکول کېږي.
سلاموطندار پر ټویټر هم وڅارئ
کورنیو چارو وزارت په یوې خبرپاڼه کې د ټولو ولایتونو والیانو، امنیې قومندانانو او ولسوالانو ته سپارښتنه کړې وه چې د خپلو ولایتونو کې د ژورو څاهګانو مالکانو ته خبر ورکړي، څو د څاهګانو سرونه پټ کړي او د ناغېړۍ په صورت کې به عدلي او قضايي ارګانونو ته وسپارل شي.