د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت مسوولان وايي چې د ۳۰ میلیونه افغانیو په ارزښت د کندوز په هرې ولسوالي کې د یوه چکډېم د جوړېدو چارې یې پیل کړې.
د یاد وزارت پرسرپرست محمدیونس اخوندزاده د یادې پروژې د پرانېستې پر مهال وویل چې د کندوز په شپږو ولسوالیو کې د یادو چکډېمونو د رغونې چارې پیل شوې دي.
د محمدیونس اخوندزاده په وینا، ټاکل شوې چې د یاد ولایت په هرې ولسوالي کې یو-یو چکډېم جوړ او ګټېاخیستنې ته وسپارل شي.
دغه چکډېمونه به د سېلابونو اوبو مهار او کرنیزو ځمکو ته د اوبو رسونې په موخه جوړ شي. بلخوا د کندوز اوسېدونکي د یادو چکدېمونو له جوړېدو خوښي ښيي او وايي چې د یادو چکډېمونو پر رغېدو سره به د کروندګرو د اوبو کمښت ستونزه حل او د ټولنې ابادۍ کې به مهمه ونډه ولري.
د یاد ولایت اوسېدونکي له اړوند مسوولانو غواړي چې دې ته ورته نورې پروژې هم کندوز کې پلې کړي.
کندوز چې د افغانستان د کندو په نوم شهرت لري، ډېری خلک یې پر کرنه بوخت دي او د یادو چکډېمونو په جوړېدو سره به دغه ولایت کې اوبه کنټرول او تر ځمکې لاندې کچه به یې پورته شي.
د سرپرست حکومت د ریاستالوزرا اداري مرستیال نږدې یوه اوونۍ وړاندې کابل کې د یوې خبري ناستې پر مهال ویلي چې ا.ا متوازنې پراختیا ته ژمن دی او له همدې کبله یې د هېواد په ټولو ولسوالیو کې د یوه-یوه چکډېم د جوړېدو پرېکړه کړې ده.