Asset 1SWN

سلام وطندار

پکتیا کې د سوېل ‌ختيځ زون د طبي شورا دفتر پرانېستل شو

IMG-20231225-WA0006

پکتیا کې د طبي شورا دفتر مسوولان وايي چې دغه ولایت کې یې د سوېل ختیځ زون په کچه د روغتیا برخې معیاري کېدو لپاره دغه دفتر پرانېستی دی.

د افغانستان طبي شورا تخنيکي سلاکار احمدشاه شکوه‌مند د یاد دفتر پرانېستلو پر مهال وويل چې ياده شورا د هېواد په کچه يوه خپلواکه اداره ده او په وینا یې، د روغتيا او لوړو زده‌کړو وزارتونو سره په ګډه کار کوي چې د روغتيا برخه کې ستونزې راکمې او معياري خدمتونه وړاندې شي.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

دغه شورا به د روغتيا برخه کې د خلکو شکايتونه څېړي، د ډاکټرانو اسناد به ارزوي او کيفيت ښه‌والي، جوازونو ورکړې او نورو برخو کې فعالیت وکړي.

د هغه په خبره په ګردېز کې د ياد دفتر په پرانيستې سره به د سويل ختيځ زون کې د روغتيا برخې کارکونکو ته اسانتياوې هم رامنځته شي.

د افغانستان طبي شورا تخنيکي سلاکار احمدشاه شکوه‌مند ټينګار وکړ چې د روغتيا برخه کې د خلکو شکايتونو ته به هم رسېدنه وکړي.

سلام‌وطندار پر اېکس وڅارئ

هر کال زرګونه افغانان له هېواده بهر د ناروغیو درملنې لپاره سفر کوي چې له دې درکه میلیونونه ډالر له هېواده وځي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام