د افغانستان د اوسپنې پټلۍ ادارې مسوولان وايي چې تېره اوونۍ د هېواد د اوسپنې پټلۍ له لارې «۸۵۶۶۹» مټریک ټُنه انتقالات شوې دي.
دغه توکي د روانې لیندۍ میاشتې له ۱۷مې تر ۲۳مې نورو هېوادونو او له هغه ځایه افغانستان ته رالېږدول شوې دي.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د افغانستان د اوسپنې پټلۍ ادارې «دوشنبه، لیندۍ ۲۸مه» پر اېکس لیکلي چې ډېری دغه توکي د حیرتان اوسپنې پټلۍ له لارې لېږد او رالېږدول شوې دي.
دې ادارې لیکلي چې په دې موده کې د حیرتان بندر له لارې د ۵۶۹۰۹ ټُنه سوداګریزو توکو انتقالات شوې دي.
د هرات د تورغونډۍ بندر د اوسپنې پټلۍ پرمټ بیا تېره اوونۍ شاوخوا ۱۹۷۰۳ ټُنه توکي له بهر لېږدول شوي او یا هم له نورو هېوادونو افغانستان ته توکي رالېږدول شوې دي.
د افغانستان د اوسپنې پټلۍ ادارې په وینا، د اقینې بندر له لارې بیا د تېرې اوونۍ پر مهال ۹۰۵۷ تُنه توکي صادر او یا هم هېواد ته راوارد شوې دي.
د یادې ادارې د معلوماتو له مخې تېره اوونۍ د انتقال شویو توکو له ډلې یې ۲۲۰۵ تُنه توکي صادرات او ټرانزیټ اړوند دي.
· تېره اوونۍ کې د اوسپنې پټلۍ له لارې (۸۵۶۶۹) مټریک ټنه انتقالات شوي دي
تېره اوونۍ کې ( د ۱۴۰۲ هـ.ش. د قوس له ۱۷ څخه د قوس تر ۲۳ مې) پورې د افغانستان د اوسپنې پټلۍ له لارې (۸۵۶۶۹) متریک ټنه انتقالات شوي دي.
۱/۴ pic.twitter.com/bP5m1YWGdv— Afghanistan Railway Authority (@afghanrailway) December 18, 2023
د افغانستان د اوسپنې پټلۍ ادارې همداراز ټينګار کړی چې د توکو لېږد او رالېږد لپاره به مناسب شرایط او سوداګرو ته به غوره اسانتیاوې رامنځته کړي.
له دې وړاندې هم د افغانستان ګاونډیو هېوادونو له دې هېوادونو افغانستان ته د اوسپنې پټلۍ له لارې بېلابېل سوداګریز توکي لېږد او یا هم رالېږدول شوې دي.