Asset 1SWN

سلام وطندار

د متقي او ژېرنوف لیدنه؛ د سیاسي او اقتصادي اړیکو پر پیاوړتیا خبرې شوي

_108228246_68362187_912069415811791_2597551260903145472_n

د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیرخان متقي کابل کې د روسیې سفیر ډیمیتري ژیرنوف سره لیدلي او پر یو لړ موضوعاتو یې ورسره خبرې کړې دي.

د دواړو لوریو ترمنځ دغه لیدنه «شنبه د لیندۍ څلورمه» کابل شوې ده.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال احمدضیا تکل رسنیو ته په لېږلي یوه غږیز پیغام کې ویلي چې د افغانستان او روسیې ترمنځ د سیاسي او اقتصادي اړیکو پیاوړتیا د یادې لیدنې د بحث وړ مهمه موضوع وه.

نوموړي وویل: «دې کتنه کې د افغانستان او روسیې پر دوو اړخیزو سیاسي او اقتصادي اړیکو، وروستیو سیمه‌ییزو او نړیوالو مسایلو په اړه هراړخیزې خبرې وشوې. همداراز په دې کتنه کي په تعلیمي او فرهنګي موضوعاتو هم خبرې وشوې.»

د بهرنیو چارو سرپرست امیرخان متقي داسې حال کې د روسیې سفیر سره لیدلي چې تر دې لیدنې دوه ورځې وړاندې د روسیې پلازمېنې مسکو کې د افغانستان په تړاو یوه غونډه جوړه شوې وه چې د سرپرست حکومت مخالفو سیاسي څېرو په‌کې ګډون درلود.

د روسیې دغه دوه‌ګوني کوربه‌توب ته په پام، د سیاسي چارو یوشمېر کارپوهان وايي، د افغانستان له سرپرست حکومت او مخالفانو څخه یې بېل بېل کوربه‌توب ښيي چې روسیه او افغانستان ثابتې اړیکې نه‌لري.

د سیاسي مسایلو کارپوه نجیب‌الرحمان شمال په دې اړه سلام‌وطندار ته وویل: «لکه څنګه چې سیاست دوست او دښمن نه‌لري او هر څوک د خپلو ملي ګټو په لټه دي، که پرون روسیې د مسکو فارمټ ناسته وکړه او د بهرنیو چارو وزارت سرپرست ته یې بلنه ورکړه او اوس د روسیې یو سیاسي ګوند د سرپرست حکومت د مخالفو څېرو د ناستې کوربه‌توب کوي.»

روسیې د اسلامي امارت له واکمنېدو وروسته هم افغانستان سره اړیکو ته دوام ورکړی او دامهال سرپرست حکومت سره نژدې سیاسي او دیپلوماتیکې اړیکې لري.

د دې ټولو ترڅنګ، د چارو یوشمېر نور کارپوهان په دې اند دي چې روسیه د اوکرایین په څېر ځینو نورو شخړو کې هم ښکېله ده او نه غواړي افغانستان سره یې اړیکې ترینګلې شي.

د سیاسي مسایلو کارپوه ولي‌فروزان ټینګار وکړ چې روسیه افغانستان سره د خپلو اړیکو د ثبات په اړه هم یو لړ اندېښنې لري او د اسلامي امارت تر حاکمیت لاندې افغانستان سره د خپلو اړیکو د خوندبتوب په لټه کې ده.

نوموړي وویل: «امریکا او اروپايي هېوادونه افغانستان کې بشري وضعیت ته رسېدنې لپاره پیسې ورکوي او روسیه هم دې وضعیت ته متوجه ده چې دغه مرستې کولای شي ا.ا په یوه ډول د امریکا لوري ته ورجلب کړي، نو ښايي روسیې دغه هېواد کې د مخالفو څېرو له ناستې د ابزار په توګه استفاده کړې دي.»

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

روسیه که څه هم سرپرست حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی، خو ځینو مواردو کې یې سرپرست حکومت سره رسمي اړیکې لرلي دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام