Asset 1SWN

سلام وطندار

ترکیې د هرات زلزله‌‌ځپلیو او راستنو شویو کورنیو سره مرسته کړې

4

د هرات محلي مسوولان وايي چې ترکیې د دغه ولایت زلزله‌ځپلیو او له پاکستان څخه په زور ایستل شویو کورنیو سره د ۵۰۰ ټُنه په اندازه د خوراکي او غیرخوراکي توکو مرسته کړې ده.

د هرات د اطلاعات او فرهنګ رییس احمدالله متقي سلام‌وطندار ته ویلي چې په رالېږل شویو مرستو کې خوراکي توکي، البسه، درمل، طبي وسایل، کمپلې او خېمې شاملې دي.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

متقي زیاته کړه چې د مرستو ۳۰۰ ټُنه به د یاد ولایت زلزله‌ځپلیو او۲۰۰ ټُنه هم له پاکستانه راستانه کړل شویو کورنیو باندې ووېشل شي.

بل‌خوا د ترکیې سفیر د هرات نوراحمد اسلام‌جار سره په کتنه کې د دواړو هېوادونو اړیکې ژورې بللې دي. په دې لیدنه کې د هرات والي له ترکیې د مرستو ترڅنګ افغانانو ته د ویزې ورکړې برخه کې د جدي پام غوښتنه هم کړې ده.

د هرات والي په وینا، هڅه کوي چې دغه ولایت کې د سترو پروژو په پلي کولو سره ځوانانو ته د کار زمینه برابره کړي او له هېواده بهر یې د تلو مخه ونیسي.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

له دې وړاندې یو‌شمېر نورو هېوادونو هم دغه ولایت کې زلزله‌ځپلیو ته د لاسنیوي لپاره مرستې رالېږلې دي. چین په وروستي ځل دغه ولایت کې زلزله‌ځپلیو سره د ۳۶۰ ټُنو په اندازه خوراکي، روغتیايي توکي او ګرمو جامو مرسته کړې وه.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام