Asset 1SWN

سلام وطندار

ننګرهار کې څه باندې یو میلیون ماشومانو ته د پولیو ضدواکسین کمپاین پیل شو

fefee2a0-2415-4058-9f2c-af2837bc25ab

د ننګرهار محلي مسوولان وايي چې دغه ولایت کې یې څه باندې یو میلیون ماشومانو ته د پولیو یا ګوزڼ ضد واکسین کمپاین پیل کړی دی.

د ننګرهار د والي مرستیال سعيداحمد بنوری وايي چې ماشومانو ته د ګوزڼ یا پولیو ضد واکسین کمپاین نن «شنبه لیندۍ څلورمه» پیل او تر راتلونکو ۷ ورځې به دوام ولري.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

د نوموړي په وینا، د ماشومانو د ګوزڼ یا پولیو ضد واکسین دغه کمپاین کې به تر لس کلنۍ کم‌عمره يو ميليون او ۴۵۰۰۰ ماشومان واکسین شي.

هغه د ننګرهار له اوسېدونکو وغوښتل چې خپلو ماشومانو ته د پولیو واکسين تطبیق کړي.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

ننګرهار کې د پولیو ضد واکسین دغه کمپاین داسې مهال پیلېږي چې روان کال هېواد کې د ماشومانو د ګوزڼ شپږ مثبتې پېښې ثبت شوي او ټولې یې په ننګرهار ولایت کې دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام