Asset 1SWN

سلام وطندار

زېلنسکي اوکراینیانو ته: د روسیې ژمنیو بریدونو ته چمتووالی ونیسئ

۳۳۳۳۳۳۳۳۳۳۳۳۳

د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زېلنسکي د دغه هېواد وګړو ته خبرداری ورکړی چې د روسیې د ژمنیو بریدونو تازه څپو ته چمتووالی ونیسي.

زېلنسکي دا خبرداری یوه ورځ وروسته له هغې ورکړی چې د تېرو اوو اوونیو راهیسې روسیې په لومړي ځل پلازمېنې کېیف باندې توغندیز برید کړی دی.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

نوموړي د دغه هېواد وګړو ته په یوې ویډیويي پیغام کې ویلي، د ژمي په رانږدې کېدو سره به روسیه د اوکراین پر زېربناوو توغندیز بریدونه ډېر کړي.

«روسیه د اوکراین لپاره تیارۍ نیسي او دلته اوکراین کې به ټول تمرکز پر دفاع وي، څو د روسیې ځواب ورکړي او هر هغه څه چې په توان کې لري د خپلو ځواکونو د وړتیا لوړولو لپاره به یې وکړي.»

تېر ژمی شاوخوا لس میاشتې وروسته له هغې چې روسیې پر اوکراین برید وکړ، روسیي ځواکونو د اوکراین د برښنا سټېشنونو او انرژۍ له شبکې سره تړلو کارخونو باندې پراخه بریدونه وکړل.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د اوکراین د انرژۍ وزیر جرمن کلاشینکو د روانې اوونۍ د شنبې پر ورځ ویلي، راروان ژمي کې به د انرژۍ کافي سرچینې ولري، خو په وینا یې، «پوښتنه دا ده چې د روسیې بریدونه به پر اکمالاتو څومره اغېز ولري.«

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام