Asset 1SWN

نړیوال جام؛ سوېلي افریقا نیوزیلنډ سره لوبه کوي

Leadimage48-980x530

د هند په کوربه‌توب په روان نړیوال جام کې نن نیوزیلنډ د سوېلي افریقا کرېکټ ملي لوبډلې سره لوبه کوي.

ټاکل شوې چې دغه لوبه نن نن د هند په مهاراشټرا کرېکټ لوبغالي کې ترسره شي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

سوېلي افریقا په روان نړیوال جام کې یواې یوه لوبه بایللې او پاتې شپږ سیالي یې ګټلې دي. د دواړو لوبډلو ترمنځ دغه لوبه به نیمه‌ پای‌لوبې ته د لوبډلو پر تګ اغېز وکړي.

نیوزیلنډ او سوېلي افریقا لوبډلې د جدول په دویم او درېیم ځای کې شتون لري.

 نیوزیلنډ په دوو ماتو او څلور بریاوو سره اته امتیاز لري او نیمه پای‌لوبې ته د خپل دریځ پیاوړي کولو لپاره دې لوبه کې بریا ته اړتیا لري.

نیوزیلنډ او سوېلي افریقا تراوسه د یو ورځنیو سیالیو نړیوال جام نه‌دی ګټلی او روان جام کې د دې چانس لري چې دغه کارنامه په خپل نوم کړي.

نیوزیلنډ د سوېلي افریقا پر وړاندې په خپلو کړیو وروستیو پنځو یو ورځنیو لوبو کې درې ځلې دې لوبډلې ته ماته ورکړې او دوه لوبې بیا سوېلي افریقا ګټلې دي.

سلام‌وطندار پر ټویټر وڅارئ

د یادو سیالیو په لړ کې بېګاه پاکستان بنګلدېش ته په اوو وېکټو ماته ورکړه.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام