Asset 1SWN

اسټرالیا نړیوال جام کې نن نیدرلنډ سره لوبېږي

Netherlands-Cricket-Team-ICC-Cricket-World-Cup-2023.jpg

د اسټرالیا کرېکټ ملي لوبډله د هند په کوربه‌توب د یو ورځنیو سیالیو په روان نړیوال جام کې د نیدرلنډ کرېکټ ملي لوبډلې سره لوبه کوي.

ټاکل شوې چې دغه لوبه نن چهارشنبه د اکتوبر ۲۵مه د هند د ډیلي په «ارون جاېټلې لوبغالي» کې ترسره شي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

که څه هم اسټرالیا به نن د نیدرلنډ پر وړاندې اسانه لوبه ولري، خو نیدرلنډ بیا روان نړیوال جام کې سوېلي افریقا ته ماته ورکړې ده.

اسټرالیا روان نړیوال جام کې تراوسه څلور لوبې کړي چې دوه یې بایللي او دوه یې ګټلې دي. نیدرلنډ خپلو کړیو څلورو سیالیو کې یوه ګټلې او پاتې یې بایللې دي.

نیدرلنډ تراوسه په یو ورځنیو سیالیو کې دوه ځله اسټرالیا سره مخ شوې چې په لوی توپیر له ماتې سره مخ شوی دی. د دواړو لوبډلو ترمنځ دغه لوبې په ۲۰۰۳ او ۲۰۰۷ کلونو کې شوې دي.

اسټرالیا د یو ورځنیو سیالیو نړیوال جام د لوبډلو په جدول کې په دوو بریاوو سره څلورم او نیدرلنډ بیا د یوې بریا پر مټ اووم ځای کې شتون لري.

سلام‌وطندار پر ټویټر وڅارئ

د یو ورځنیو سیالیو روان نړیوال جام کې بېګاه سوېلي افریقا په یوې یوه اړخیزه لوبه کې بنګلدېش ته ماته ورکړه. سوېلي افریقا په دې بریا سره د جدول دویم ځای ته پورته شوه.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام