د هند په کوربهتوب په روان نړیوال جام کې د پاکستان پر وړاندې د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډلې له بریا وروسته د دغه هېواد پخوانیو لوبغاړو پر خپلې لوبډلې نیوکې کړې دي.
د پاکستان کرېکټ ملي لوبډلې پخواني لوبغاړي شعیب اختر د افغانستان پر وړاندې د پاکستان له ماتې وروسته پر خپله اېکس شبکه په یوې ویډیو کې ویلي: «د ویلو لپاره څه نهلرم.»
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
شعیب اختر د پاکستان د ماتې له امله پر خپله لوبډلې سختې نیوکې کړي او ویلي یې دي چې پاکستان ډارنه لوبه کوي. نوموړي دې ویډیو کې د افغان لوبغاړو لوبه ستایلې او پاکستاني لوبغاړو ته یې په اشاره وویل چې باید د افغان لوبغاړو په څېر لوبه وکړي.
شعیب اختر د پاکستان پر کرېکټ بورډ هم نیوکه کړې چې د ده په ټکو دغه اداره څه ډول هېواد کې کرېکټ اداره کوي.؟ هغه دې ویډیو کې زیاته کړې: «تاسو د لوبډلې کارکردګۍ ته په کتو ډېر څه نشی ویلی، مهرباني وکړئ سم ځای ته سم کس وټاکئ.»
I have nothing to say today. pic.twitter.com/aQYDyG21vv
— Shoaib Akhtar (@shoaib100mph) October 23, 2023
په همدې حال کې د پاکستان کرېکټ ملي لوبډلې پخواني چټک اوپاچوونکي وسیم اکرم د افغانستان پر وړاندې د پاکستان ماته شرموونکې وبلله.
نوموړي اېسپورټ ته ویلي: «ته پوهېږې نن شرموونکي څه و چې ۲۸۰-۲۹۰ منډې وکړې او په اتو وېکټ یې در څخه وګتي.»
وسیم اکرم د پاکستان له تاریخي ماتې وروسته پر خپلو لوبغاړو نیوکې کړي او ویلي یې دي چې د لوبغاړو د فټنس ازموینې باید واخیستل شي.
د نوموړي په وینا، پاکستاني لوبغاړو له تېروو دوو کلونو راهیسې د فټنس ازموینې نهدي ورکړي. «تاسو د خپل هېواد لپاره لوبېږئ، معاش اخلئ او د معیار په توګه څه باید وي.»
بلخوا د دغه هېواد د کرېکټ ملي لوبډلې یوه بل پخواني لوبغاړي سعیداجمل بیا د افغانستان کرېکټ ملي لوبډله له پاکستانۍ لوبډلې غوره او ښه بللې.
Congratulations Afghanistan 🇦🇫 on a Historical Win👏🏼 Afg was better than Pakistan 🇵🇰 in all aspects of the Game today. Our bowling was not okay and fielding was absolutely pathetic. No hunger to win.
Afghanistan deserved it honestly 👏🏼#AFGvPAK #WorldCup2023 pic.twitter.com/Ih7mZzOHAs
— Saeed Ajmal (@REALsaeedajmal) October 23, 2023
نوموړي د افغانستان پر وړاندې له ماتې وروسته پر اېکس شبکه افغانستان ته د تاریخي بریا مبارکي ورکړې او دغه لوبډله یې د پاکستان په پرتله پیاوړې او ښه لوبډله بللې ده.
د سعیداجمل په وینا، پاکستان د افغانستان پر وړاندې لوبه کې په بشپړه توګه ناکامه او پاتې وه او د بریا لپاره یې څه نهلرل.
د افغانستان کرېکټ ملي لوبډلې په لومړي ځل نړیوال جام کې پاکستان په ګونډو کړ او دغه لوبډله یې له ماتې سره مخ کړه.