د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف شمالي کوریا ته د خپل سفر پر مهال اوکراین کې د روسیې له جګړې د شمالي کوریا له ملاتړ څخه مننه کړې.
لاوروف د روسیې له جګړې د ملاتړ له امله له شمالي کوریا د مننې ترڅنګ دغه هېواد ته د هر ډول ملاتړ ډاډ ورکړی دی.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د روسیې د بهرنیو چارو وزیر پرون چهارشنبه د اکتوبر ۱۸مه شمالي کوریا ته سفر وکړ، څو یاد هېواد ته د ولادیمیر پوتین د سفر او د دواړو هېوادونو ترمنځ همکاري پیاوړې کړي.
لاوروف پیونګیانګ کې یوې خبري ناستې ته ویلي: «مسکو د اوکراین په جګړه کې د پیونګیانګ اصولي ملاتړ ته چې ځانګړي پوځي عملیات یې بولي، ارزښت ورکوي.»
رویټرز خبري اژانس د شمالي کوریا دولتي رسنۍ له قوله راپور ورکړی چې دې هېواد ته د لاوروف سفر د دواړو هېوادونو د اړیکو پیاوړتیا لپاره مهم ګام دی.
شمالي کوریا ته د لاوروف دوه ورځنی سفر داسې مهال دی چې له دې وړاندې د شمالي کوریا مشر کېمجونګ اون روسیې ته د خپل سفر پر مهال پوتین ته بلنه ورکړې وه چې پیونګیانګ ته سفر وکړي.
اون همداراز د دې لیدنې پر مهال له پوتین سره د پوځي همکاریو په اړه هم خبرې کړې وې.