Asset 1SWN

سلام وطندار

هرات کې نن دوه زورورې زلزلې شوي

252371

د امریکا ځمک‌‌پېژندنې سروې وايي چې نن یکشنبه «تلې ۲۳» په هرات ولایت کې د یوه ساعت په ترڅ کې دوه زورورې زلزلې شوې دي.

لومړۍ زلزله چې نن سهار شاوخوا ۸ بجې شوې مرکز یې د یاد ولایت د کُشک ولسوالي کاریزنو سیمه ښودل شوې ده. د ریښتر په کچه د یادې زلزلې شدت ۶،۳ ښودل شوی دی.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د هرات د والي ویاند نثاراحمد الیاس سلام‌وطندار ته ویلي چې تراوسه د لومړۍ زلزلې له امله د هرات حوزوي روغتون یو جسد او ۳۵ ټپیان وروړل شوې دي. نوموړي په دې اړه نور جزییات نه‌دي ورکړي.

د امریکا ځمک‌‌پېژندنې سروې پر خپله اېکس ټولنیزه شبکه «ټوېټرپاڼه» همداراز لیکلي، دویمې زلزلې د هرات ښار شمال لوېدیځې سیمې لړزولې دي.

دویمه زلزله چې د ریښتر په کچه ۵،۵ درجې ښودل شوې، د هرات ښار شمال لوېدیځ ته په ۲۹ کیلومټرۍ کې تر ځمکې لاندې شاوخوا ۱۲کیلومټره ژوره وه.

ویل کېږي چې په فراه او بادغیس ولایتونو کې هم د یادې زلزلې ټکانونه محسوس شوي دي.

هرات کې له مرګونې زلزلې وروسته له نږدې دوو اوونیو راهیسې وخت ناوخت زلزلې دغه ولایت کې زلزلې کېږي چې د یاد ولایت خلک یې ترهولي دي.

سلام‌وطندار پر ټویټر وڅارئ

د راپورونو له مخې د شویو زلزلو له امله ګڼ‌شمېر کورنۍ له هرات ښاره وتلي او د یاد ولایت لرو پرتو او ازاده فضا کې یې خېمې وهلې دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام