Asset 1SWN

سلام وطندار

نیوزیلنډ نن نړیوال جام کې له بنګلدېش سره لوبه کوي

image (9)

د هند په کوربه‌توب د روان ۲۰۲۳ کال د یو ورځنیو سیالیو نړیوال جام کې نن د نیوزیلنډ کرېکټ ملي لوبډله له بنګلدېش سره لوبه کوي.

ټاکل شوې چې دغه لوبه نن جمعه د اکتوبر ۱۳مه د هند په «ام‌اې چېډم‌باران کرېکټ لوبغالي» کې ترسره شي.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

د نیوزیلنډ کرېکټ ملي لوبډلې په روان نړیوال جام کې تر دې مهاله دوه لوبې کړي چې دواړه یې ګټلې دي. دغه لوبډله د روانو سیالیو د جدول په دویم ځای کې شتون لري.

بنګلدېش چې په خپله لومړۍ لوبه کې افغانستان ته ماته ورکړه، په خپله دویمه سیالي کې د انګلستان پر وړاندې له ماتې سره مخ شوه.

بنګلدېش په یوې بریا او یوې ماتې سره د جدول شپږم ځای خپل کړی دی.

د یو ورځنیو سیالیو په وروستیو پنځو لوبو کې چې د نیوزیلنډ او بنګلدېش ترمنځ شوي، څلور یې نیوزیلنډ ګټلي او یوه لوبه د باران له امله لغوه اعلان شوې ده.

د نیوزیلنډ کرېکټ ملي لوبډلې په خپلو کړیو وروستیو پنځو یو ورځنیو سیالیو کې بیا څلور ګټلې دي. یوه لوبه یې د باران له کبله بې‌پایلې شوې.

بنګلدېش بیا خپلو وروستیو پنځو یو ورځنیو لوبو کې یوازې یوه سیالي ګټلې، درې یې بایللي او یوه یې د باران له امله بې‌پایلې اعلان شوې ده.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د یادو سیالیو په لړ کې بېګاه سوېلي افریقا د اسټرالیا کرېکټ ملي لوبډلې ته په ۱۳۴ منډو ماته ورکړه. سوېلي افریقا دا مهال په دوو بریاوو سره د جدول په سرکې ځای لري. افغانستان بیا په دوو ماتو سره د جدول وروستی ځای خپل کړی دی.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام