Asset 1SWN

سلام وطندار

روزګان کې د پولیو ضد واکسین کمپاین پیل شو

۴

د روزګان روغتیايي چارواکي وايي چې دغه ولایت کې یې د پولیو یا ګوزڼ ضد واکسین درې ورځنی کمپاین کړ. دغه کمپاین نن یکشنبه د تلې نهمه پیل او تر راتلونکو درېوو ورځو به دوام وکړي.

د دغه ولایت د واکسین برخې مسوول ډاکټر بخت‌محمد مصطفی سلام‌وطندار ته وويل چي دې کمپاین کې به د مرکز ترینکوټ ترڅنګ د روزګان په ټولو ولسوالیو کي ۲۲۰زره ماشومان واکسین شي.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

نوموړي زیاته کړه چې دامهال روزګان کي د پولیو ضدواکسین د تطبیق بهیر سایټ پر سایټ روان دی او هرو شپږو میاشتو کي به «ویټامین‌اې او د سترګو لید» زیاتوالي ګولۍ هم ورکول ورکړل شي.

د ډاکټر بخت‌محمد مصطفی په وینا، د تېر په پرتله سږکال د عامه پوهاوي پرمټ د ماشومانو د واکسین تطبیق ۳۰ سلنه زیات شوی دی. هغه وايي، لاهم هڅې روانې دي چې دغه ولايت کې د عامه پوهاوي کچه لوړه شي.

په همدې حال کې د روزګان یو‌شمېر اوسېدونکي وايي چې اوس هم دې ولایت کې یو‌شمېر خلک د بېلابېلو لاملونو له کبله خپلو ماشومانو ته پولیو ضد واکسین نه‌ورکوي.

روزګان کې د نورو ولایتونو په پرتله د پولیو یا ګوزڼ ناروغي مخنیوي په موخه د پولیو واکسین کمپاین شاوخوا یوه اوونۍ وروسته پیل شو. تېره اوونۍ له روزګان پرته د هېواد په ۳۳ ولایتونو کې د پولیو ضدواکسین پلی شو.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د معلوماتو له مخې، سږکال افغانستان کې د پولیو شپږ مثبتې پېښې ثبت شوي چې ټولې یې د هېواد ختیځ ولایت ننګرهار کې دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام