Asset 1SWN

سلام وطندار

جوزجان کې یوې ښځې ۸۰ نورو مېرمنو ته د کار زمینه برابره کړې

12

جوزجان کې یوې مېرمنې د دغه ولایت ۸۰ نورو ښځو ته د غالۍ اوبدلو په یوې کارخونه کې د کار کولو زمینه برابره کړې ده.

د یادې کارخونې مسووله وايي چې د غالۍ اوبدلو دغه کارخونه یې بې‌سرپرسته او معلول لرونکو ښځو ته د کاري زمینې د برابرولو په موخه جوړه کړې او په وینا یې، دا مهال شاوخوا ۸۰ ښځې په دې کارخونه کې کار کوي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د غالۍ اوبدلو د دې کارخونې مسووله منیژه وايي چې دغه کارخونه یې د ۱۵۰زره افغانیو په لګښت جوړه کړې ده.

هغه له سرپرست حکومت غواړي چې د غالۍ اوبدلو صنعت د ودې لپاره بازارموندنه وکړي او نورو هېوادونو ته د لېږد برخه کې هم ورته اسانتیاوې رامنځته کړي.

یو‌شمېر هغه مېرمنې چې دې کارخونه کې د غالۍ پر اوبدلو بوختې دي، وايي، دغه ولایت کې د نورو مېرمنو ته هم ورته کارخونې جوړې شي.

د جوزجان د صنعت او سوداګرۍ رییس نیازمحمدتواب وايي، هڅه کوي چې دغه ولایت کې د پانګوالو ستونزو حل او غوښتنې یې پوره شي.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د جوزجان د صنعت او سوداګرۍ رییس په وینا، دا مهال جوزجان کې د غالۍ اوبدلو ۸۰ کارخونې فعالې دي چې ډېری دې کارخونو کې ښځې کار کوي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام