Asset 1SWN

د اسراییلي په توغندیزو بریدونو کې د سوریې څلور سرتیري وژل شوي

33P86RE-highres-1691372856

د سوریې پلازمېنې «دمشق» ښار ته څېرمه د اسراییلي ځواکونو په توغندیزو بریدونو کې څلور سوریايي سرتیري وژل شوي او څلور نور ټپیان دي.

ثنا خبري اژانس د یوې پوځي سرچینې له قوله ویلي چې برید نن دوشنبه د زمري ۱۶مه سهار شوی دی.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

د ثنا خبري اژانس د راپور پر بنسټ، برید د اشغال شوې ګولان له لوري شوی چې له کبله یې څلور پوځیان وژل شوي او څلور نور ټپیان دي.

د اسراییلي ځواکونو په دغه برید کې د مالي زیان اوښتو خبر هم ورکړل شوی دی. د سوریې دفاعي ځواک له‌خوا د اسراییلي ځینې توغندي هم شنډ کړل شوي دي.

اسراییلو په سمدستي توګه د یادو توغندیزونو بریدونو په اړه تراوسه څه نه دي ویلي. د راپورونو له مخې، اسراییل له کلونو راهیسې په سوریه کې ایران سره پر تړلو اهدافو بریدونه کوي.

د سلام‌وطندار پښتو برخه دلته وڅارئ

سوریه کې د ایران نفوذ وروسته له هغې پراخ شو چې دغه هېواد د سوریې په کورنۍ جګړه کې د ولسمشر بشارالاسد ملاتړ وکړ.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام