د لوګر د کلیو بیارغونې او پراختیا ریاست مسوولان وایي چې د خوړو نړیوال پروګرام (WFP) له لوري په مرکز پلعلم او یوشمېر ولسوالیو کې ۴ د بیارغونې پروژې ګټې اخیستنې ته سپارل شوې دي.
د یاد ولایت د کلیو بیارغونې او پراختیا ریاست مطبوعاتي مسوول صبغتالله نایبخېل سلاموطندار ته وویل چې په یادو پروژو کې د ۱۳۹ خاورین بندونه، د ۴۰ مترو په اوږدوالي د استنادي دیوال، د ۷۰ مترو په اږدوالي د کانالونو او د یو چکدم جوړول شامل دي چې په مرکز پل علم ښار، محمداغې او خروار ولسوالیو کې د ۹ میاشتو په موده کې جوړ شوي دي.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
نایبخېل زیاته کړه چې یادې پروژې د خوړو نړیوال پروګرام له لوري د ۹ میاشتو په ترڅ کې د شاوخوا ۹۴ میلیونه افغانیو په مالي لګښت بشپړې او کټې اخیستنې ته وسپارل شوې.

نوموړی دغه راز زیاتوي چې په یادو پروژو کې شاوخوا ۱۲ سوه وزګارو کسانو ته د کارکولو زمینه برابره شوې وه.
د لوګر ولایت اوسیدونکي هم خوښ دي چې د خوړو نړیوال پروګرام له لوري په یادو ولسوالیو کې د بیارغونې ۴ پروژې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې، خو دوي ټینګار کوي چې ورته پروژې دې د لوګر ولایت په پاتې ولسوالیو کې هم عملي شي.
.