Asset 1SWN

سلام وطندار

متقي او دراني د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سیاسي اړیکو پر پیاوړتیا خبرې کړي

دیدار-متقی-و-درانی-q9ovxe56js5y3taru53e6a0i53p8dn2cgln8y4o9s8

عبدالرحیم عاصم

د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي اصف علي دراني پرون چهارشنبه د جولای ۱۹مه د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیرخان متقي سره لیدلي دي.

د ا.ا د ویاند مرستیال بلال کریمي وايي، متقي دغه لیدنه کې د پاکستان ځانګړي استازي ته ډاډ ورکړی چې چا ته اجازه نه ورکوي، څو د افغانستان خاوره د نورو هېوادونو په ځانګړې توګه د پاکستان پر ضد وکاروي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

هغه زیاته کړه: «پر بېلابېلو موضوعاتو خبرې وشوې او متقي ډاډ ورکړ چې له افغانسانه هېچا ته په ځانګړې توګه پاکستان ته ګواښ نه دی پېښ او نه اجازه ورکوو چې ګاونډیو هېوادونو په ځانګړې توګه پاکستان ته ګواښ پېښ شي.»

کریمي زیاتوي چې دغه کتنه کې اصف علي دراني ویلي، پاکستان غواړي افغانستان سره سیاسي او سوداګریزې اړیکې لا پیاوړې کړي. هغه وویل: «مقابل لوري هم د امنیت برخه کې خوښي وښوده او وې ویل چې پاکستان غواړي افغانستان سره ښې ډیپلوماټیکې، سوداګریزې او اقتصادي اړیکې ولري.»

په ورته وخت کې د نړیوالو اړیکو یوشمېر کارپوهان افغان چارواکو سره د پاکستان د امنیتي اندېښنو شریکول، کابل ته د دغه هېواد د استازي د سفر مهم لامل ګڼي.

د نړیوالو اړیکو کارپوه حبیب الله جعفري وویل: «د سفر یو لامل یې د پاکستان امنیتي اندېښنې دي، ځکه دوی فکر کوي چې ا.ا دوی سره مرسته کولای شي او دا لیدنې د دواړو لوریو ترمنځ ګټور دي، څو اندېښنې یې حل شي.»

بل‌خوا د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي یوه ټویټ کې لیکلي، امیرخان متقي اصف دراني سره لیدنه کې د کابل او اسلام‌اباد ترمنځ د اقتصادي او سوداګریزو اړیکو پر پراختیا هم خبرې کړي.

د اقتصادي چارو کارپوهان هم د افغانستان او پاکستان ترمنځ د اقتصادي اړیکو پراختیا د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ په برخه کې مهمه بولي.

سلام‌وطندار پر ټویټر وڅارئ

اصف علي دراني داسې حال کې کابل ته سفر کړی چې دې وروستیو کې افغانستان کې د پاکستاني طا لبانو تحریک یا ټي‌ټي‌پي نشتون پر سر د دواړو هېوادونو ترمنځ لفظي شخړې زیاتې شوي او د دغه هېواد چارواکو ادعا کړې چي د افغانستان خاوره د پاکستان پر ضد کارول کېږي هغه څه چې اسلامي امارت یې بې‌اساسه بولي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام