د بدخشان د مرکز فیضاباد ښار اوسېدونکي د یاد ښار تفریحي ځایونو او پارکونو کې د کثافاتو له ډېروالي څخه شکایت کوي.
د فیضاباد ښار اوسېدونکی شهرام نیازی وايي، که څه هم د بدخشان مرکز کې د ګوتو په شمېر پارکونه او تفریحي ځایونه جوړ شوي، خو په وینا یې، خلک یې پاکوالي ته پام نه کوي او هر ځای چې یې خوښه وه، کثافات غورځوي.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
نوموړي وویل: «تفریحي ځایونو ته چې موږ لاړو او یا محصلین او خلک ورځي، له بده مرغه چې کثافات ډېر شوي او حتا د کوکچې سیند ته لاړو هلته هم کثافات ډېر و او چا نه و ټول کړي. موږ هیله کوو چې مسوولان دې ستونزې ته رسېدنه وکړي.»
د بدخشان یو بل اوسېدونکی بیا سمېعالله بیا د ښاروالي پر مسوولانو نیوکه کوي چې د دوی د نه پاملرنې له کبله د فیضاباد ښار پارکونه او تفریحي ځایونه په کثافات دانیو بدل شوي دي.
هغه وویل: «موږ بدخشان کې د تفریح لپاره ښه ځایونه لرو، خو له بده مرغه چې مسوولان ورته پام نه کوي، ډېری خلک د خپلو کورونو او کوڅو کثافات تفریحي ځایونو او پارکونو ته راوړي چې د یادو ځایونو د لهمنځه تلو لامل شوي دي.»
بلخوا د فیضاباد ښاروالي مسوولان بیا وايي چې ښاروالي د دغه ښار په ټولو تفریحي ځایونو او پارکونو کې د کثافاتو لپاره مشخص ځایونه جوړ کړي دي. دوی له پارکونو د نه څارنې ادعاوې بېبنسټه بولي.
د فیضاباد ښاروالي اداري مدیر محمداسماعیل سامع سلاموطندار ته وايي، هغه تفریحي ځایونه او پارکونه چې د ښاروالي اړوند دي، دوی ترې په منظمه توګه څارنه کوي.
هغه وویل: «موږ چې د کومو سیمو مسوولیت لرو باید دولتي نه وي او عامه او په ځانګړې توګه د ښاروالي ملکیت وي، د بېلګې په توګه یو سیمه چې دولت ادعا لري یا کوم سکټور ادعا لري، موږ پهکې لاسوهنه نه کوو، نو موږ د خپل برخه کې پلان او پروګرام لرو او دې موضوع باندې کار کوو، کار تر یوه بریده بشپړ شوی او وروسته به ساحه وټاکل شي.»
بدخشان د هېواد په شمال ختیځ کې پروت ولایت دی چې د ګرځندوی او سیاحت لپاره ښکلي ځایونه لري چې ډېری سیلانیان د پسرلي او ژمي موسم کې د دغه ولایت له تفریحي ځایونو لیدنه کوي، خو دې وروستیو کې یې تفریحي ځایونه په کثافات دانیو بدل شوي دي.