د دومېنېکا هېواد د پلازمېنې سانټو دومېنېکا ښار د یوه نایټکلب د چت لوېدو له امله ۹۸ کسان وژل شوي او ۱۶۰ نور ټپیان دي.
په وژل شویو کې د د دغه هېواد د شرقي ولایت والي او د بېسبال مېجر لیګ پخوانی لوبغاړی اوکتاویو ډوټل هم شامل دي.
د راپورونو له مخې، شاوخوا ۴۰۰ ژغورونکي او مرستندویه ډلو غړي د احتمالي ژوندي پاتو او جسدونو د راېستلو لپاره هڅې کوي.
د یاد هېواد د بېړنیو عملیاتو مرکز رییس، خوان مانویل مینډیز رسنیو ته ویلي چې د وژل شویو لومړنی شمېر ۹۸ ته لوړ شوی او ښايي له دې هم لوړ شي.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
مینډیز همداراز زیاته کړې چې د احتمالي ژوندي پاتیو کسانو د ژغورنې عملیات روان دي، خو په وینا یې، د نایټکلب د چت لوېدو پرمهال د شته کسانو کره شمېر نهدی معلوم.
یوشمېر رسنیو بیا راپور ورکړی چې د چت لوېدو پرمهال یاد نایټکلب کې له ۵۰۰ څخه تر ۱۰۰۰ کسانو شتون درلود.
چت د کنسټرټ پرمهال لوېدلی چې د حکومتي چارواکو او سیاستوالو سربېره، لوبغاړو او مشهورو څېرو هم پهکې برخه اخیستې وه.