د کډوالو او بېرته راستنېدو چارو وزارت وايي چې د پاکستان له زندانونو شاوخوا ۹۱ افغان کډوال راخوشې شوې دي.
یاد وزارت نن شنبه، سلواغې ۱۳مه په یوې خبرپاڼه کې ویلي چې د یاد هېواد له بېلابېلو زندانونو ۹۱ افغان کډوال راخوشې شوي او د روانې سلواغې میاشتې په یوولسمه او دولسمه هېواد ازاد شوي دي.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د ننګرهار او کندهار د سرحدي امریتونو د معلوماتو له مخې، یاد کسان په پاکستان کې د قانوني اسنادو نهلرلو له امله نیول شوي او د حاجي کمپ زندان کې له دوو تر ۲۷ ورځو بندیان وو.
ازاد شویو سره بشري مرستې هم شوي او بېرته په یاد هېواد کې خپلو کورونو ته لېږدول شوي دي.
په پاکستان تازه د افغان کډوالو د نیولو څپه پیل شوې چې د رسنیو د معلوماتو له مخې، تر دې مهاله لسګونه افغانان د یاد هېواد په بېلابېلو ښارونو کې نیول شوي دي.
پاکستان تېرکال اعلان وکړ چې دغه هېواد کې به ټول بېقانونه افغان کډوال بېرته خپل هېواد ته ستنوي چې په دې لړ کې زرګونه کورنۍ بېرته هېواد ته راستنې شوې دي.